خانهافغانستانغور کې یوې ښځې خپل ځان په ډزو وژلی

غور کې یوې ښځې خپل ځان په ډزو وژلی

د غور امنیه قومندانۍ یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې دا پېښه پرون شنبه د مرغومي ۱۷مه د دې ولایت د تیورې ولسوالۍ په «دهان دو رودي» کلي کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مېرمن «سکينه» نومېده او د تمانچې په مرمۍ یې ځان ویشتلی.

تر اوسه د دې ځان وژنې لامل نه ده څرګند شوی، خو د تيورې ولسوالۍ امنيتي ځواکونو په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړې.

غور د هېواد په لوېديځ کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې پکې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ګراف لوړ بلل کېږي.

د بې وزلۍ او بېکارۍ سربېره ډېری وخت کورنۍ تاوتریخوالی د دې ډول پېښو د ډېرېدو يو لامل بلل کېږي.

په دې وروستي وختونو کې ورته پېښې او مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه