خانهافغانستانفراه کې د پاسپورت ادارې یو کارکوونکی او پروان کې یو قومي...

فراه کې د پاسپورت ادارې یو کارکوونکی او پروان کې یو قومي مشر وژل شوي

د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند، محمد نسيم بدري ویلي، چې د دغه ولايت د پاسپورټ رياست يو کارکوونکى، احمد شعيب د مرغومي په ١٧مه، له غرمې وروسته د فراه د مرکز په باغنو سيمه کې وژل شوى دى.

د هغه په ​​وينا، تر اوسه د دې وژنې انګيزه نه ده څرګنده، خو د دغه کارمند د وژنې په تړاو دوه شکمن کسان نيول شوي دي.

په همدې حال کې د پروان د جبل السراج ولسوال عبدالمعروف حق جو ویلي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د منارې کلي اوسېدونکی د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

ښاغلي حق جو دغه قومي مشر ‘مقصود’ نومولی او ویلي یې دي چې شاوخوا ٣٠ کاله عمر لري.

تر اوسه د دغه قومي مشر د وژنې انګېزه او لامل نه دی څرګند، خو د مسوولینو په وینا چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې مرموز وژنې او نور جنايي جرمونه زیات شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې د مرغومي په ۱۵مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې یو ځوان د ناپېژاندو کسانو له خوا ووژل شو. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه