خانهسوله او امنیتافغانستان سره نږدې یو پاکستانی پولیس وژل شوی

افغانستان سره نږدې یو پاکستانی پولیس وژل شوی

د سيمه‌ييزو پوليسو وياند «فتح‌الله خان» ویلي، چې دا ډزې پرون شنبه د مرغومي په ۱۷مه د خيبر پښتونخوا ايالت په «دوغر عمرزي» ولسوالۍ کې شوې دي.

د هغه په وينا، تر اوسه څرګنده نه ده چې برید چا کړی، خو د بريدګرو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی، خو په دې سيمه کې پر پوليسو د تېرو بريدونو مسووليت د پاکستاني طالبانو تحریک ډلې منلی و.

په همدې حال کې، د پاکستان پوځ د جنورۍ په پنځمه خبر ورکړ چې دوی په جنوبي وزیرستان کې په عملیاتو کې ۱۱ وسله‌وال جنګیالي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا، دوی په سیمه کې د دې جنګیالیو د شتون په اړه لا تر مخه معلومات ترلاسه کړي وو او په دې عملیاتو سره یې په راتلونکي کې د ترهګریزو کړنو مخه نیولې ده.

د راپورونو له مخې یوازې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د دې هېواد په ځینو برخو لکه جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۴۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د طالبان تحریک خپل بریدونه زیات کړي، د دې هېواد چارواکو ادعا کړې چې د دې ډلې مشران په افغانستان کې شتون لري او د دې هېواد له خاورې خپل بریدونه تنظیموي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه