د ایران سپاهپاسداران وایي چې د امریکا – اسرائیل احتمالي بریدونو ته بشپړ چمتووالی لري، او پر دوی به هر ډول برید بېځوابه پاتې نهشي.
د سپاهپاسداران ویاند، حسین محبي ټینګار کړی چې د سپاهپاسداران پوځي تګلاره له دفاعي دریځه تعرضي چلند ته بدله شوې، او پر ایران د هېڅ ډول برید پر وړاندې به ځنډ ونهشي.
ایران دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې په وروستیو کې ځینو رسنیو د امریکا پوځي چارواکو په حواله پر ایران د احتمالي بریدونو راپور ورکړی دی.
سرچینو ویلي چې د امریکا او اسراییل پوځونه د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د احتمالي نویو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
امریکایي رسنیو لیکلي چې بلخوا اسراییلي جنګي الوتکو هم د ایران لوېدیځو پولو ته څېرمه د ځواک ښودلو په موخه پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې یو شمېر نورو ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی و چې که د ایران پر وړاندې پوځي یرغل وشي، تهران به ټول ځواک وکاروي او مقابل لوري ته به حیرانوونکی ځواب ورکړي.
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای دي او دواړو هېوادونو یو پر بل بریدونه پیل کړي دي.


