د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې روان کال له پیله تر اګسټ میاشتې پورې د طبیعي پېښو له امله ۹۷ کسانو ژوند بایللی او ۳۳۱ نور ټپيان شوي دي.
د دغه دفتر په راپور کې راغلي چې روان کال په افغانستان کې ۹۲ زره کسان طبیعي پېښو ځپلي دي.
د راپور له مخې چې د افغانستان په ۲۰۲ ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله دوه زره کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او له ۱۰ ډېر نور کورونه زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې پر سږنیو طبیعي پېښو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له ځپلشویو افغانانو سره د نړیوالو مرستندویه ادارو مرستې هم کمې شوې دي.
اوچا سږ کال ډېر طبیعي پېښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې راپور کړې دي چې له امله یې لسګونه زره کسان ځپل شوي دي.
د یادولو ده چې په افغانستان کې سږنیو ورښتونو او خونړیو سېلابونو سلګونه هېوادوالو ته مرګژوبله واړوله او له امله یې زرګونه کورونه او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
د ورښتونو او سېلابونو ترڅنګ زلزلې هم هغه طبیعي پېښې دي چې وخت ناوخت یې زرګونه هېوادوالو ته مرګژوبلې اړولې ده.


