خانهنړۍپر ایران د امریکا تازه بریدونه؛ سپاه‌پاسداران د «الجفیر» اډې له ویشتل‌کېدو...

پر ایران د امریکا تازه بریدونه؛ سپاه‌پاسداران د «الجفیر» اډې له ویشتل‌کېدو خبر ورکړی

پر ایران د امریکا د تېرې شپې هوایي بریدونو وروسته د ایران سپاه‌پاسداران ویلي چې دوی تازه په بحرین کې پر «الجفیر» اډه پراخ ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي. 

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د نصر ۲ عملیاتو په دویمه څپه کې یې د بحرین په الجفیر اډه کې د وسلو ذخیره‌کولو تاسیسات، د سپوږمکۍ د مخابراتو مرکز او د امریکایي ځواکونو استوګنځی د توغندیو او ډرون په وسیله ویشتلي دي.

که څه هم امریکايي چارواکو تر اوسه د دې اډې په د ویشتل‌کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د «پیک‌اکس» د په نښه‌کېدو خبرداری ورکړی دی. 

ټرمپ ویلي چې امریکا به همدې ورځو کې پر ایران تر ټولو سخت بریدونه وکړي او د دغو بریدونو په لړۍ کې به د ایران «پیک‌اکس» غر هم په نښه شي. 

په راپورونو کې«پیک‌اکس» غر د ایران د نطنز د یورانیمو غني کولو تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري او د ژورو تونلونو په درلودلو سره یوه خورا کلکه خوندي سیمه بلل کېږي. 

ویل کېږي چې د امریکا تر ټولو ځواکمن بمونه هم دا تونلونه نه‌شي زیانمن کولای، خو رویټرز د ټرمپ له قوله لیکلي چې امریکا پیک‌اکس غر له نږدې څاري او هلته هېڅ ډول فعالیت نه ورته ښکاري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه