د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والټز د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د متحده ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ادارې سخت دریځ اعلان کړی دی.
والټز پرون (یکشنبه، د حمل ۳مه) له سي بي ایس سره په یوه مرکه کې ویلي چې د ټرمپ اداره د ایران د اټومي پروګرام «په بشپړه توګه له منځه وړلو» هڅه کوي او دا هیواد باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې په داسې ډول ودروي چې شفافې او نړیوالې ټولنې ته ښکاره شي.
هغه ټینګار کړی چې دا غوښتنه د لنډمهاله محدودیتونو یا پخوانیو ډیپلوماتیکو لوبو هاخوا ده او ایران ته یو واضح پیغام لیږي: “ټول پروګرام پریږدئ، یا به له پایلو سره مخ شئ.”
دا څرګندونې د ایران په وړاندې د ډونالډ ټرمپ د تیری کوونکي چلند په تعقیب کې راځي. د روانې میاشتې په پیل کې، د امریکا ولسمشر د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، علي خامنه ای ته یو لیک واستاوه، چې د اټومي پروګرام په اړه د نوي تړون د ترلاسه کولو لپاره یې د خبرو اترو غوښتنه ترې کړې وه.
والټز دا ګواښونه بیا تکرار کړي، او اعلان یې کړی چې «ټول انتخابونه د مېز پر سر دي» او ایران د «غیر منطقي لوبغاړي» په توګه د اټومي وسلو ترلاسه کولو اجازه نشي ترلاسه کولای. هغه په یمن کې د حوثیانو په څېر د نیابتي ډلو ملاتړ ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا د نړیوالې سوداګرۍ او سیمهییز امنیت لپاره ګواښ دی.
بلخوا ایراني چارواکو دې ګواښونو ته په چټکۍ سره ځواب ورکړی او مذهبي مشر، خامنهاي ویلي چې «د امریکا ګواښونه به هیڅ ځای ته ونه رسوي» او د ایران د ملت پر وړاندې هر ډول تیري ته به په «سخت څپېړه» سره ځواب ورکړل شي.
ایران په وار وار ادعا کړې چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سولهییزو موخو لپاره دی، خو د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) وروستي راپورونه د غني شویو یورانیمو تولید د وسلو د کچې ته نږدې کچې ته زیاتوالی ښیي، چې نړیوالې اندیښنې یې زیاتې کړې دي.


