د قطر لومړی وزیر، شیخ محمد بن آل ثاني د خپلو ډیپلوماتیکو سفرونو په لړ کې نن د ایران پلازمېنې تهران ته ځي.
ټاکل شوې چې د قطر لومړی وزیر به د دې سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د ایران – امریکا د ترینګلتیاوو د حل په موخه پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
تر دې مخکې د پاکستان د پوځ مشر او ګڼشمېر نورو پاکستاني چارواکو هم تهران ته سفرونه کړي وو او د سیمې د روان وضعیت په اړه یې ورسره ناستې کړې وې.
تهران ته د قطر د لومړي وزیر سفر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن به نور د تهران پر وړاندې پوځي اقدام ونه کړي، خو اقتصادي بندیزونو ته به ادامه ورکړي.
نوموړي ویلي چې که ایران برید وکړي، نو امریکا به یې بېځوابه پرېنږدي.
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او دواړه هېوادونو له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو پر بل تر ټولو خطرناک بریدونه هم کړي دي.


