د کویټ «السایر» سوداګریز شرکت اجراییوي رییس او پانګوال، محمدناصر محمد السایر افغانستان ته د سفر پرمهال تازه د هرات له والي، مولانا اسلامجار سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د هرات ولایت مقام خبر ورکړی چې په دې کتنه کې د هرات ولایت د اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې شوې، او مولانا اسلامجار ډاډ څرګند کړی چې د هرات سیمهییزه اداره د کورنیو او بهرنیو پانګونو هرکلی کوي او د پانګهوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو او امکاناتو برابرولو ته ژمنه ده.
نوموړي همداراز ویلي چې د افغانستان او هرات تولیدي محصولات د مناسب کیفیت لرونکي دي او بهرنیو بازارونو ته د وړاندې کېدو او د صادراتو د پراختیا لپاره د پام وړ ظرفیت لري.
بلخوا د کوېټي شرکت رییس، محمدناصر محمد السایر هرات ته د خپل سفر موخه د صادراتو او وارداتو په برخه کې د سوداګریزو بازارونو ارزونه، د دغه ولایت له صنعتي او اقتصادي ظرفیتونو سره د دغه ولایت له صنعتي او اقتصادي ظرفیتونو سره بلدتیا او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو ارزول بللي دي.
د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي چې د دغه سفر په ترڅ کې به هرات کې شته ظرفیتونه او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو فرصتونه وڅېړل شي.
د یادولو ده چې د کویټ «السایر» سوداګریز شرکت اجراییوي رییس او پانګوال، محمدناصر محمد السایر تر دې مخکې د اسلامي امارت له یو شمېر وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره بېلابېلې ناستې کړې دي.


