خانهافغانستانعراقچي ویلي، افغانستان کې امنیت ټینګ، خو د داعش ډلې ګواښ لا...

عراقچي ویلي، افغانستان کې امنیت ټینګ، خو د داعش ډلې ګواښ لا هم شته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «عباس عراقچي» اعلان وکړ، چې په افغانستان کې اوس امنیت او حاکمیت د پخوا په پرتله ټینګ، خو د داعش ډلې ګواښ د ایران او سیمې لپاره یوه جدي اندیښنه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې په افغانستان کې وضعیت د پخوا په پرتله بدل شوی او اوس په هیواد کې یو ځانګړی سیاسي ځواک رامینځته شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې د پخوا په پرتله، کله چې مختلفو ډلو د افغانستان په ځینو برخو واکمني کوله، اوس د حکومتولۍ یو متحد جوړښت جوړ شوی دی.

عراقچي یادونه وکړه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او داعش فعالیتونو ګواښ لاهم یوه جدي ننګونه ده، او دې کار د ایران او سیمې لپاره امنیتي اندیښنې رامنځته کړې دي. په مقابل کې، د افغانستان ا.ا تل د داعش د شتون ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان ا.ا تل په هېواد کې د داعش ډلې شتون او فعالیتونه رد کړي دي. د ا.ا چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې داعش په افغانستان کې د پام وړ اډه نه لري او یو جدي ګواښ نه ګڼل کیږي. دوی ادعا کوي چې د دوی امنیتي ځواکونه د داعش سره په مقابله کې بریالي شوي او دا ډله یې ځپلې ده.

خو، د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو داسې راپورونه خپاره کړي چې ښيي داعش لا هم د افغانستان په ځینو برخو کې فعال دی او ګڼ شمېر بریدونه یې ترسره کړي دي. ایران، روسیې، چین او ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو هم په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه