خانهافغانستانپنځو ولایتونو کې په نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکو د راستنو شویو...

پنځو ولایتونو کې په نږدې ۲۴ زره جریبه ځمکو د راستنو شویو لپاره ښارګوټي جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې د ا.ا مشرتابه له لوري په پنځو ولایتونو کې ۲۳ زره ۶۳۶ جریبه ځمکه د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه یاد وزارت ته انتقال شوې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه د راستنېدونکو کډوالو د ښه، دایمي او باعزته ژوند د پیلولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت ته انتقال شوې، ترڅو د منظمو پلانونو له مخې ډیزاین او پر راستنو شویو مهاجرینو ووېشل شي.

سرچینې لیکلي چې مسوولینو د یادو ښارګوټو د منظمې طرحې، تخنیکي ارزونې او د اړینو ښاري خدمتونو د برابرولو په برخه کې د وزارت پر مسلکي ظرفیتونو او تخنیکي ټیمونو ټینګار کړی دی. 

“د حکمونو له مخې، په هلمند کې لس زره جریبه، نیمروز کې اته زره جریبه، غور کې ۷۰۶،۳۹ جریبه، ننګرهار کې ۱۰۰۶ جریبه او په فراه ولایت کې ۳۴۳۰ جریبه امارتي ځمکه یاد وزارت ته سپارل شوې ده.”

د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز ویلي چې دوی به د خپلو مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لارې د یادو ساحو سروې، تخنیکي ارزونه او ښاري پلانونه ترتیب کړي او د مهاجرینو لپاره به د استوګنې، سړکونو، عامه تأسیساتو، شنو ساحو او اړینو ښاري خدمتونو په پام کې نیولو سره معیاري ښارګوټي طرحه او ډیزاین کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه