خانهافغانستانلوګر کې د ترافیکي پېښې له امله دریو کسانو ژوند بایللی 

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله دریو کسانو ژوند بایللی 

د لوګر مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله د دریو کسانو د مړینې او دریو نورو له ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت باختر اژانس د لوګر امنیې قوماندانۍ د مسوولینو په حواله ویلي چې دا پېښه د لوګر مرکز اړوند په «ګمبزي» سیمه کې شوې او لامل یې د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې د دې پېښې له امله قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي چې یوه ښځه هم پکې شامله ده.

په راپور کې راغلي چې ټپیان د امنیتي کسانو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي. 

له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

د یادولو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله وخت ناوخت د نارینه‌وو په ګډون ښځې او ماشوم هم ژوند بایلي.

څه موده مخکې د اسلامي امارت ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په لویو مسافروړونکو کې د زرګونه جي‌پي‌اېس الو له نصبېدو خبر ورکړی و.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه