خانهافغانستانجادوګر سپینر؛ د چینای لپاره لومړۍ لوبه کې د نور غوره توپ...

جادوګر سپینر؛ د چینای لپاره لومړۍ لوبه کې د نور غوره توپ اچونه

د هند غوره لیګ په درېیمه لوبه کې چینای سوپر کینګز د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي او ځوان کیڼ لاسي سپینر نور احمد بهترینې توپ اچونې پر مټ ممبي انډینز ته د څلور لوبغاړو په توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې ممبي انډینز د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو  ۱۵۵ منډې جوړې کړې. چینای دا هدف په ۱۹.۱ اورونو کې د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو تر لاسه کړ.

رچین روینډرا ۶۵ منډې او روټوراج ګیکواډ ۵۳ منډې وکړې.

د افغانستان نور احمد ۴ ویکټې واخیستې، چې په لوبه کې د یوه لوبغاړي تر ټولو زیاتې وېکټې وې. هغه سیالې لوبډلې ته یوازې ۱۸ منډې ورکړې.

نور احمد سږ کال ای‌پي‌ایل کې چینای سوپر کېنګز لپاره لوبېږي چې تېره شپه یې له ممبی اینډینز سره لوبه درلوده.  هغه په خپلو ۴ اوورنو کې یوازې ۱۸ منډې ورکړې. ممبی اینډینز لوبډلې شل اوورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې. د یادونې ده چې د افغانستان بل ښي لاسی سوکه توپ اچوونکی مجیب‌الرحمن ځدراڼ سږ کال ممبی اینډینز لوبډلې اخیستی، خو په تېره ورځ سیالۍ کې ونه لوبېده.

تېره ورځ دوه لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې حیدراباد او راجستان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې، حیدراباد لوبډلې په ټاکلي ۰ اورونو کې د ۲۸۶ منډوف هدف کېښود. په دغه لوبه کې ۴ اورونو کې د جوفرا ارچر له لوري د ۷۶ منډو ورکول د هند غوره ليګ کې په تاريخ کې د يو بالر له لوري تر ټولو زیاتو منډې دي چې د يوې لوبې په ۴ اورونو کې یې ورکوي.

د فضل الحق فاروقي راجستان رویلز لوبډلې د ۴۴ منډو په توپیر یې وبایلله. فاروقي په دغې سیالۍ کې کومه وېکټه وانخیسته او په ۳ اوورونو کې یې ۴۹ منډې ورکړې.

باید وویل شي چې د هند غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې رویال چلنجرز بنګلور د کلکتې نایټ رایډرز ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه. د ای‌پي‌اېل ۱۸ پړاو یې په خپلې بریا پیل کړ.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه