په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې ۶۴۰ نور افغانان له پاکستاني بندخونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دوی کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل او تر بېلابېلو مودو پورې په پاکستان کې بندیان شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې چې دا افغانان روانه اوونۍ د پاکستان له بندخونو راخوشې شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د دغو کسانو له ډلې ۵۸۵ کسان د تورخم فرضي کرښې او ۵۵ کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچینې په وینا چې دغه کسان په لېږد امریتونو کې تر ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لیکلي چې یاد وزارت په بهر کې د افغان کډوالو د حقونو پر ساتنې او ازادۍ ټینګار کوي او ژمن دی چې په کور دننه ورته مناسب شرایط برابر کړي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د پاکستان له بندخونو سلګونه افغانان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي وو.


