د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد خامهپرس ته ویلي چې د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «دهلې بند» په اوبو کې درې کسان ډوب او ژوند یې بایللی دی.
ښاغلي حماد ویلي چې په قربانیانو کې یو پلار او دوې یې کوچنۍ لوڼې شاملې وې.
تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې د کندهار په دهلې بند کې د کښتۍ ډوبېدو له امله یو کس له خپلو څلورو اولادونو سره ډوب او ژوند یې بایللی دی.
بلخوا په کندهار کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ډوب شوي کس د کندهار ښار په چهارسو بازار کې دوکان درلود او له خپلو پنځو اولادونو سره د مېلې او ساعتېرۍ په موخه دهلې بند ته تللی و.
د سرچینو په وینا چې دا پېښه د کښتۍ د چپهکېدو له امله شوې او یو بل کس ژغورل شوی دی.
په کندهار کې تر دې مخکې هم لسګونه کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي وو.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له هېوادوالو غوښتي چې په لویو سیندونو او د اوبو په سترو بندونو کې له لامبو او ساتېرۍ ډډه وکړي.


