نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د نیپال او چین ترمنځ په سرحدي سیمو کې د خونړیو سېلابونو له امله له ۱۵۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور لادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا سېلابونه د نیپال او د چین «تبت» ترمنځ بهېدلي او په ځینو سیمو کې د ځمکې ښويېدو خونړۍ پېښې هم شوې دي.
په راپورونو کې راغلي چې د دغو سېلابونو له امله د هند، امریکا، برېټانیا، اسټرالیا او کاناډا د اتباعو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ کسان لادرکه شوي چې ډېر یې مذهبي زیارت کوونکي دي.
په ورته مهال د نیپال چارواکو ویلي چې دغو سېلابونو د نیپال په شمالي سیمو کې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي، او کورونه، سړکونه، پلونه او د برېښنا تاسیسات ویجاړ شوي دي.
د نیپال چارواکو ویلي چې دا سېلابونه په ناڅاپي توګه راوتلي او ښايي مرګژوبله لوړه شي.
د یادولو ده چې د نیپال او چین ترمنځ دا سېلابونه په تېرو څو کلونو کې بېساري بلل شوي دي. او د چارواکو په وینا چې په ځپلشویو سیمو کې د ژغورونې عملیات جریان لري.


