خانه افغانستان دریو ولایتونو کې درې عمومي روغتونونه جوړېږي 

دریو ولایتونو کې درې عمومي روغتونونه جوړېږي 

0
13

د ا.ا ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې په میدان‌وردګ، بدخشان او کندوز ولایتونو کې د دریو عمومي روغتونونو جوړولو پروژې منظورې شوې دي. 

دې ادارې لیکلي چې دا روغتونونه د وردګو ولایت په چک، بدخشان ولایت په شغنان او د کندوز ولایت په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د ۲۰۸ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې چې د CHC روغتونونه د اسلامي امارت له لوري جوړېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د اسلامي امارت ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر د وردګ ولایت چک ولسوالۍ ته سفر کړی و او د دغه ولایت له اوسېدونکو سره یې لیدلي وو. 

ښاغلي برادر د چک ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی و چې هلته به نابشپړې پروژې په ښه ډول بشپړېږي او همداراز به په یاده ولسوالۍ کې یو عمومي روغتون جوړ شي.

په ورته مهال د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي خوښ دي چې په سیمه کې یې دا ډول عمومي روغتون جوړېږي.

د یادولو ده چې ملا عبدالغني برادر په میدان‌وردګ سربېره یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او هېوادوالو ته یې د بېلابېلو پروژو د پلې کېدو ژمنې ورکړې دي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید