دغه فرمان چې تازه خپور شوی دی، پکې راغلي وياند مکلفیت لري، چې د اسلامي امارت موخې، پالیسۍ، فعالیتونه، لاسته راوړنې او نور اړوند اطلاعات رسنیز او خپاره کړي او دغه راز د داسې ټولنیزو او سياسي چارو په هکله چې د اسلامي امارت موقف په کې واضح نه وي د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړي.
په فرمان کې راغلي، ویاندویان باید يوازې هغه اعلاميې چې د اسلامي امارت د عالي مقام لخوا ورکړل شوې وي، خپرې کړي.
په فرمان کې دا هم راغلي، چې د وزارتونو او امارتي ادارو د وياندويانو فعاليتونه يوازې په اړوند وزارت یا ادارې پورې محدود دي او د وزارتونو او امارتي ادارو وياندويان مكلف دي چې د مطالبو له خپرولو څخه مخکې د اړوند وزارت یا ادارې له مقام څخه اجازه ترلاسه کړي.
په فرمان کې ویل شوي، چې د وزارتونو او امارتي ادارو ویاندویان نه شي کولای چې له ورکړل شویو مشخصو امورو څخه پرته په نورو امورو کې نشرات او څرګندونې وکړي.


