د فاریاب امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت په خیبر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خیبر ولسوالۍ په صیاد کلي کې د یو فلانکوچ موټر د چپهکېدو پرمهال شوې او په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
مسوولینو د دې پېښې لامل د سړک خرابي او د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
سرچینې لیکلي چې دا کسان ټول یو ځای ته په مراسمو روان وو چې موټر یې له سړک وتلی او چپه شوی دی.
د سرچینې په وینا چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
د یادولو ده چې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.


