د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر ریس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې تېره (پنجشنبه، د تلې ۳۰مه ) د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال مراد قره کایا، د ناقانونه کډوالو عمومي مدیر احمد کوچک ایکیز او د کډوالو ستنولو برخې له مسوول اونکار سره د هغوی په کاري دفتر کې وکتل.
بنوري د خپل سفر موخې بیان کړې، چې په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه، په مېشتغالو کې د افغان کډوالو د ساتنې له مرکزونو لیدنه او د هغوی ستونزو ته رسېدنه، د ګډو همکاریو سند شریکول او د کډوالۍ اړوند چارو مدیریت پکې شامل دي.
وروسته ښاغلي مراد قره کایا او ښاغلي ایکیز د ا.ا د یاد پلاوي د سفر له امله مننه وکړه او د کډوالو اړوند پروګرامونه په اړه یې پوره معلومات وړاندې کړل. هغوی په مېشتغالو کې د کډوالو ساتنې فعالیتونو او همدارنګه د ترکیې او ا.ا له اړیکو یې ځانګړې یادونه وکړه او د دغو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټينګار وکړ.
هغوی څرګنده کړه، چې ترکیه دا مهال له سختو شرایطو سره مخ ده، د سوریایي، عراقي او افغان کډوالو د شمېر له زیاتوالي سره بیا هم د شاوخوا ۷۶۰ زرو سوریایي کډوالو تللو هیلهمن کړي دي.
قره کایا وویل، چې د دغه هېواد دروازه د ټولو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر مخ خلاصه ده. موږ هڅه کوو، چې په خپله خوښه ستنېدنه وټاکوو. په مېشتغالو کې د افغانانو په لیدلو خپه کېږو؛ ځکه کوم حقونه چې هغوی پر تاسې لري؛ پر موږ یې هم لري.
وروسته بنوري د یاد هېواد له مېلمه پالنې، اړیکو، همکاریو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د هغوی له منځګړيتوب مننه وکړه.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو او مېشتغالو د ستونزو په برخه کې کې ګډې همکارۍ او همغږۍ ترسره شي.


