خانهنړۍخیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت لسګونه مامورین تښتول شوي

خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت لسګونه مامورین تښتول شوي

رسنیو راپور ورکړی چې ناپېژانده وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني حکومت د مامورین په ګډون له ۲۰ ډېر کسان تښتولي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا کسان ‎د انډس پر لویه لار تښتول شوي چې ځینې کسان پکې د بورې د یوې کارخونې کارکوونکي هم شامل دي.

په راپورونو کې د پاکستاني پولیسو په حواله ویل شوي چې دا پېښه د ښار شاوخوا ۳۵ کیلومترۍ کې د پاراوا پولیسو حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په خیبر پښتونخوا کې له شلو ډېر پاکستاني پولیس د وسله‌والو له لوري تښتول شوي وو. 

له تېرو څو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت پر وړاندې دا ډول پېښې زیاتې شوې او ترڅنګ یې بمي چاودنې، وسله‌والې نښتې او بریدونه هم زیات شوي دي. 

د یادولو ده چې په خیبر پښتونخوا کې د ډېرو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه