خانهاقتصاد او تجارتد ایران – پاکستان سوداګرۍ ځنډېدل؛ پاکستان کې د یو کیلوګرام ګازو...

د ایران – پاکستان سوداګرۍ ځنډېدل؛ پاکستان کې د یو کیلوګرام ګازو بیه له ۱۰۰ کلدارو لوړه شوه

د ایران او پاکستان ترمنځ له دوو رسمي سرحدي لارو د سوداګري ځنډېدو وروسته په پاکستان کې د مایع ګازو بیه لوړه شوې، او پاکستاني سوداګر یې اندېښمن کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د ایران او پاکستان ترمنځ له ګبد – ریمدان او تفتان رسمي سرحدي لارو سوداګري ځنډول شوې ده.

د راپورونو له مخې چې دا مهال د یادو سرحدي لارو دواړو غاړو ته د مایع ګازو، وریجو، تازه مېوو او نورو اړینو توکو سلګونه باروړونکي موټر او د څه باندې ۴۵۰۰ ټن مایع ګازو لېږدوونکي پاکستاني موټر په ایران کې بند پاتې دي.   

پاکستاني سوداګرو ویلي چې له ایران سره د سوداګرۍ له ځنډېدو وروسته په پاکستان کې د مایع ګازو د یوې کیلو بیه په تېره یوه اوونۍ کې له ۱۰۰ پاکستانۍ کلدارې لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې چې د دې سوداګرۍ ځنډېدو مکتوب د پاکستان سوداګرۍ وزارت صادر کړی، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویل شوي. 

پاکستاني سوداګر اندېښمن دي چې که سرحدي لارې بېرته خلاصې نه شي او د وارداتو بهیر عادي حالت ته راونه ګرځي، د مایع ګازو بیې به نورې هم لوړې شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه