په نړیوالو چارو کې د قطر د دولت وزیرې «مریم بنت علي بن ناصر المسند» وایي چې هېواد یې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او تر دې مخکې یې هم په افغانستان کې بشري فعالیتونه ترسره کړي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د هغې له قوله راغلي چې قطر په افغانستان، غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه کې بشري فعالیتونه ترسره کړي او د بېځایهشویو لاسنیوی یې کړی دی.
اغلې مریم ویلي د جګړو پرمهال د اوبو سرچینې باید خوندي شي او له جګړهځپلو خلکو سره نړیوالې مرستې باید دوام ومومي.
په نړیوالو چارو کې د قطر د دولت وزیرې دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړو میلیونونه کسان کډوال او سلګونه زره نور په کور دننه بېځایه کړي دي.
بلخوا یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د بېځایهشویو او بېوزلو پر لاسنیوي ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانستان خلک دې له یاده نه ایستل کېږي.
بلخوا د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو هم ټینګار کړی چې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرستې باید سیاسي نهشي او دوام ومومي.


