د امارتي شرکتونو ریاست وایي چې روان کال ۱۵۱ بهرنیو سیلانیانو د بدخشان ولایت له بېلابېلو سیاحتي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د یاد شرکت افغان تور امارتي شرکت سیلانیانو ته لازمې سیاحتي اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “دغه سیلانیانو د بدخشان ولایت له بېلابېلو سیاحتي جاذبو، تاریخي او لرغونو آثارو، طبیعي ښکلاوو او پېژندل شوو توریستي سیمو څخه لیدنه کړې چې موخه یې د دې ولایت د تاریخي، فرهنګي او طبیعي جاذبو له نږدې پېژندنه وه.“
د امارتي شرکتونو لوی ریاست همداراز ویلي چې د افغان تور امارتي شرکت هڅه کوي ترڅو د بهرنیو سیلانیانو لپاره د لازمو سیاحتي اسانتیاوو برابرولو سربېره په افغانستان کې د سیاحت د ودې او معیاري خدماتو وړاندې کولو لپاره کار وکړي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی.
اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د سفر اسانتیاوې برابرې شوې دي، او دا شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.
بلخوا افغانستان ته راغلي بهرني سیلانیانو د افغانستان له طبیعي سیمو څخه د لیدنې پرمهال خوښي څرګنده کړې او له افغانستان سره مینه ښودلې ده.


