خانهنړۍپر اوکراین د روسیې پراخ بریدونه؛ ۷ کسان وژل شوي، له ۷۰...

پر اوکراین د روسیې پراخ بریدونه؛ ۷ کسان وژل شوي، له ۷۰ ډېر ټپیان دي 

د روسیې – اوکراین د جګړې په دوام، تازه پر «کي‌یف» او بېلابېلو ښارونو د روسیې له لوري پراخ بریدونه شوي چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې روسیې دا بریدونه د اوکراین پر پلازمېنه، کي‌يف او بېلابېلو صنعتي سیمو شوي دي.  

په دغو بریدونو کې هوایي، توغندیز او ډرون بریدونه شامل دي.

د راپورونو له مخې چې روسیې په تېرو څو میاشتو کې د اوکراین سلګونه د تېلو سټېشنونه ویشتلي دي. 

د روسیې له لوري پر اوکراین دا بریدونه داسې مهال کېږي چې تازه د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین جګړې د پایته‌رسېدو لپاره هڅې پیل شوې دي. 

په تېرو څو ورځو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ځانګړو استازو د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره تر کتنې وروسته د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي سره کتلي دي.

دغو امریکايي استازو د اوکراین جګړې د پایته‌رسېدو لپاره خپلې هڅې پرمختللې بللې او هیله یې څرګنده کړې چې نږدې راتلونکي کې به د دواړو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي. 

د ویلو ده چې له تېر یو نیم کال راهیسې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین د سولې خبرو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه