د پاکستان د شخړو او امنیت انستیتوت د افغانستان پر وړاندې د «اسلاماباد» پر پالیسۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې او پر دې پالیسۍ یې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
د دې ادارې رییس، عبدالله خان ویلي چې د اسلاماباد دا ډول پالیسي د اسلامي امارت د کمزوريکولو پرځای د افغانستان خلک له پاکستان څخه لرې کوي.
په راپورونو کې د نوموړي له قوله راغلي چې پاکستان باید دا ډول اقدام ونه کړي چې پر وړاندې یې د افغانستان خلک را ولاړ شي او له دغه هېواده بېزاره شي.
عبدالله خان همداراز ویلي چې د «اسلاماباد» سرسخته پالیسي د پاکستان ملي ګټو ته زیان رسوي او د افغانستان پالیسي هم باید په همدې ډول ترسره شي.
تر دې مخکې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو او د ګوندونو مشرانو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر پالیسۍ نیوکې کړې وې او ویلي وو چې پر دې پالیسۍ باید له سره غور وشي.
پاکستاني چارواکو همداراز په یاد هېواد کې د وروستۍ ناامنۍ لامل د پاکستان اوسني حکومت ناسمه پالیسي بللې ده.


