د بدخشان مسوولینو د یاد ولایت په «تشکان» ولسوالۍ کې د ۳۰ کیلوګرام تریاکو له کشف او ترلاسهکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا نشهيي توکي په یو کرولا موټر کې ځای پرځای شوي وو او د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې د دغو نشهیي توکو او کرولا موټر څښتن له سیمې تښتېدلی، خو د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې په بدخشان کې د نشهيي توکو د کاروبار او د لسګونه کاروباریانو د نیولکېدو راپورونه زیات شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دغو توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه جاري ده او هېچا ته به د دې ناوړه پدیدې د کاروبار اجازه نه ورکول کېږي.
د ویلو ده چې په بدخشان سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نشهيي توکو د کاروباریانو نیول زیات شوي دي.


