د فراه مسوولین وایي، د یاد ولایت «پشتکوه» ولسوالۍ په «کلري» سیمه کې د مالګې کان د ایستنې چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې د دغه کان د ایستنې چارې د ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوه قراردادي شرکتونه به له دغه کان څخه د روان کال په ترڅ کې شاوخوا ۳ زره ټنه مالګه استخراج کړي.
د فراه مسوولینو همداراز د دغه کان د ایستنې ټول ظرفیت ۱۰ زره ټن ښودلی چې د ایستنې چارې به یې سږ کال شاوخوا ۳۰ او راتلونکی کال ۷۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د مالګې د کان استخراج به د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو، د عوایدو په زیاتولو او د خصوصي پانګونې په پراختیا کې مرسته وکړي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو د ایستنې چارې پیل شوې دي.
تېره ورځ د پنجشېر والي ویلي وو چې دا مهال یوازې په دې ولایت کې د ۶۰۰ کانونو د ایستنې چارې روانې دي او شاوخوا ۲ زره نور کانونه تثبیت شوي دي.


