د معیار او کیفیت اداره وایي چې یادې ادارې په اسلامکلا بندر کې ۷۰ ټن بېکیفیته توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د ودانیزو توکو او نساجي دوه محمولې له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې دي.
د معیار او کیفیت ادارې لیکلي چې په دغو محمولو کې ۴۰۸۲۰ کیلوګرامه ګاډر او ۲۸۹۲۰ کیلوګرامه غالۍ شاملې وې، چې د اسلام کلا بندر د معیار او کیفیت آمریت له لوري د کیفیت د تثبیت او کنټرول د بهیر په لړ کې ارزول شوې دي.
“یادو محمولو ټاکل شوي الزامات او معیارونه نه وو پوره کړي او له اړین کیفیت څخه برخمنې نه وې؛ له همدې امله د هېواد بازارونو ته د هغو د ننوتلو اجازه ورنکړل شوه او بېرته وګرځول شوې.“
د معیار او کیفیت ادارې همداراز ویلي چې یاده اداره په دوامداره توګه د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی کوي او د مصرفوونکو د کیفیت، خوندیتوب او باور د تأمین په لاره کې عملي ګامونه پورته کوي.
د یادولو ده چې دې ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل بېکیفیته توکي مسترد کړي دي.


