د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلويي روسي بم کشف او په خوندي توګه له منځه وړل شوی دی.
د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې دا بم د DRC ماینپاکۍ موسسې د DRC-QRT-02 چټک غبرګون ټیم له لوري د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د ځانګړو عملیاتو پرمهال له منځه وړل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا د OFAB-500 ډوله ۵۰۰ کیلویي روسي بم د عسکرکوټ بازار د سیر کلي د یوه کور په انګړ کې کشف او له سیمې څخه په خوندي ډول انتقال او له منځه وړل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې د یاد بمب په خوندي ډول له منځه وړلو سره د سیمې د اوسېدونکو د ځان او مال د احتمالي زیان او مرګژوبلې مخه ونیول شوه او سیمه له یوه جدي خطر څخه پاکه شوه.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د ماینپاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست او د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د ماینونو، ناچاوده توکو او یا نورو مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او سمدستي اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو مخه ونیول شي.


