خانهافغانستاند کرکټ لس اوریزې سیالۍ ترسره کېږي

د کرکټ لس اوریزې سیالۍ ترسره کېږي

افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د زمري میاشتې د ۲۴مې په مناسبت د هېواد د پلازمېنې په ګډون په پنځو ولایتونو کې د کرکټ لس اوریزې سیالۍ ترسره کوي. د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به سبا د جمعې په ورځ د خپلواکۍ اتلانو او د یووالي اتلانو د لوبډلو ترمنځ په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې په ژوندۍ بڼه به هم خپرېږي او د کرکټ مینه‌وال به وکولی شي، ترڅو لوبغالي ته راشي او له ټکټ پرته دغه سیالۍ په وړیا توګه ننداره کړي.

سربېره پر دې به د هېواد په څلورو نورو ولایتونو (کندهار، خوست، ننگرهار او کندز) کې هم دغه ورځ د شنبې په ورځ د کرکټ د لوبې په ترسراوي سره ونمانځل شي چې د کرکټ مینه‌وال به ورته لوبغالو ته راوبلل شي چې په دوو-دوو لوبډلو کې به پکې بېلابېل لوبغاړي ګډون وکړي چې دغه سیالۍ به د ماسپښین له خوا ۳:۰۰ بجې پیل شي.

باید وویل شي د جمعې ورځې د لوبې لپاره چې ټاکل شوې په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې د سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي، د عمران میر او اعجاز احمدزي په لوبډلمشرۍ دوه لوبډلې جوړې شوې دي.

د یادولو ده چې دغه لس اوریزه لوبه به د سهار په ۹ بجو په کابل ملي کرکټ لوبغالي کې پیل شي، چې ورپسې به د شنبې په ورځ په خوست، ننګرهار، کندز او کندهار ولایتونو کې هم د اړوندو ولایتونو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه