په کابل کې د ایران سفارت وایي چې د دغه هېواد د کرنې وزیر «غلام رضا نوري قزلجه» په مشرۍ پلاوی کابل ته رارسېدلی دی.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې چې کابل ته رارسېدلی ایراني پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره ناستې ولري او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه به ورسره وغږېږي.
سرچینې لیکلي چې د ایران د کرنې وزیر په مشرۍ راغلی پلاوی به د کرنې او مالدارۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه هم وکړي.
تر دې مخکې هم یو شمېر لوړپوړو ایراني چارواکو افغانستان ته رسمي سفرونه کړي او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ناستې کړې دي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې د ایران او افغانستان اړیکې، په ځانګړې توګه سوداګريزې اړیکې، پیاوړې شوې دي.
څو ورځې مخکې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان هم په یوه غونډه کې ویلي وو چې له تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران سوداګریزې اړیکې پراخه او پیاوړې شوې دي.
پزشکیان همداراز ډاډ څرګند کړی و چې پر دغه هېواد کې د امریکا – اسرائیل د بریدونو پرمهال ګاونډیو هېوادونو ډېره همکاري کړې ده.


