د بغلان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «تاله و برفک» ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله څلور کسان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې دا وسلهواله نښته په «دیوالک» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د کښت اوبو پر سر رامنځته شوې، او له امله یې پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د مسوولینو په وینا چې په دې پېښه کې ښکېل کسان له سیمې تښتېدلي او د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
مسوولینو د دې خونړۍ پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې هم په هېواد کې د دا ډول پېښو له امله لسګونه کسانو ژوند بایللی چې ډېری یې ځوانان دي.
په افغانستان کې د میراث حق، کښت اوبو، څړځایونو او نورو مواردو په خاطر وخت ناوخت دا ډول خونړۍ پېښې رامنځته کېږي چې یو ستر لامل یې هم ناسمپوهاوی بلل کېږي.
د یادولو ده چې په هېواد کې دا ډول پېښې د اوږدمهاله دښمنیو لامل هم کېږي، او چې څومره اوږدېږي، هومره د ځوانانو د مرګژوبلې لامل کېږي.


