د ا.ا ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې پرون د ملګرو ملتونو، نړیوالو موسسو، تمویلوونکو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو لومړنۍ غونډه شوې ده.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې په دې غونډه کې له تمویلوونکو سره د افغانستان اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لومړیتوبونه شریک شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانانو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي دا لومړیتونه د زېربناوو او تجهیزاتو، ښوونیزو برنامو، پراختیا او ظرفیت لوړونې برخو اړوند دي چې راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې له تمویلوونکو سره د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به لومړیتوبونه له سرچینو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي.
په ورته مهال د تمویلوونکو بنسټونو استازو ویلي چې د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو په شریکولو سره به خپل راتلونکي فعالیتونه په ښه ډول منظم او تطبیق کړي.


