خانهافغانستانیونسکو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو د سمدستي...

یونسکو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې

یونسکو د ا.ا د واک ته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړې د حق د سمدستي او غیر مشروط بیارغونې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان، یونسکو نن(چهارشنبه، د اګسټ ۱۲مه) په خپله اعلامیه کې اعلان وکړ چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چیرې چې نجونې او ښځې په رسمي ډول د ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه منع دي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې وویل چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې د ثانوي او لوړو زده‌کړو ته لاسرسی ونه لري.

 دغه سازمان اټکل کوي چې د ثانوي او لوړو زده‌کړو په برخه کې د ښځو د زده‌کړې بندیز کولی شي تر ۲۰۶۶ کال پورې ۶۰۰ زره افغان ښځې د کار له ډګره وباسي، او پایله یې د ۹.۶ میلیارد ډالرو ټول عاید له لاسه ورکول او د کم عمره ودونو خطر زیاتېدل دي.

یونسکو خبرداری ورکړی چې افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۱۱ زره  څخه زیاتو وړ ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخ شي.

د یونسکو د بیړنیو حالاتو کې د زده کړې پروګرام همغږي کوونکې هدا جابریان په یوه غونډه کې وویل: “ډیری ښوونکي له هېواده وتلي دي … او هغه کسان چې په تعلیمي سیسټم کې وو د تدریس د دوام څخه منع شوي دي.”

یونیسکو زیاته کړه چې نږدې ۷۰ زره خلکو د دې سازمان د زده‌کړې او مهارتونو د روزنې پروګرامونو څخه ګټه پورته کړې، چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه