پر پاکستاني حکومت د دغه هېواد جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن د توندو نیوکو په دوام، تازه نوموړي ویلي چې امریکايي الوتکو به د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کول.
نوموړي ویلي چې امریکایي الوتکو به د پاکستان له فضا پر افغانستان بریدونه کول، او دغه هېواد ته یې د هېڅ وسلهوال د تګ مخه نه ده نیولې.
مولانا فضلالرحمن همداراز ویلي چې پاکستاني حکومت هلته دیني مدرسې ځکه نه ثبتوي چې په وینا یې د دغو مدرسو زدهکوونکي لاریون ته مجبور شي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر همداراز نیوکه کړې چې پاکستانی پوځ د وسلې په زور لاریونوال ځپلي او دې کار ته ادامه ورکوي.
مولانا فضلالرحمن تر دې مخکې هم د پاکستان پر حکومت توندې نیوکې کړې او د افغانستان په اړه یې د پاکستاني حکومت تګلاره ناسمه بللې وه.
هغه همداراز ویلي چې که پاکستان په خپل هېواد کې امنیت غواړي، باید له ګاونډیو هېوادونو سره په خپله تګلاره کې بدلون راولي او د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر، عمران خان هم له بندخونې څخه ازاد کړي.
د یادولو ده چې په مولانا فضلالرحمن سربېره یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو او سیاسي څېرو هم پر خپل حکومت توندو نیوکو ته دوام ورکړی دی.


