خانهاقتصاد او تجارتټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو فرمان لاسلیک...

ټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو فرمان لاسلیک کړی

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هغه فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې د امریکا له لوري پر ځینو کاناډایي توکو ۵۰ سلنه تعرفه اعلان شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه به د اګسټ میاشتې په ۱۹مه عملي شي، چې ستر لامل یې په کاناډا کې د امریکایي موټرو، الکولي څښاکو او لبنیاتو د کارونې پر وړاندې توپیري چلند ښودل شوی دی.

په راپور کې د سپینې ماڼۍ چارواکو په حواله راغلي چې په کاناډا کې له امریکايي توکو سره توپیري چلند کېږي چې په غبرګون کې یې «ډونالډ ټرمپ» پر ځینو کاناډايي توکو د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو فرمان لاسلیک کړی دی.  

د امریکایي چارواکو په وینا چې کاناډا له تېر یو کال راپدېخوا د امریکایي موټرو واردات ۲۲ سلنې کم کړي او د امریکا پرځای یې له نورو هېوادونو یې په دغو وارداتو کې زیاتوالی راوستی.

د راپورونو له مخې چې د امریکا له لوري پر کاناډايي توکو د تعرفې لګولو یو لامل دا هم دي چې دا مهال په کاناډا کې یوازې پر امریکايي شرابو بندیز لګېدلی دی. 

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د امریکا او کاناډا ترمنځ اقتصادي اړیکې ترینګلې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه