د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن یو وار بیا د پاکستان پر پوځ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا مهال د نوموړي پر سفرونو محدودیتونه لګول شوي دي.
هغه یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې د پاکستان پوځ یې پر سفرونو بندیزونه لګولي، او خبرداری یې ورکړی چې که نوموړي ته څه زیان رسېږي، مسوولیت به یې د پاکستاني پوځ پر غاړه وي.
مولانا فضلالرحمن څو ورځې مخکې یو وار بیا د پاکستان پر اوسني حکومت د توندو نیوکو ترڅنګ غوښتنه کړې وه چې له افغانستان سره شته ستونزې د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې حل کړي.
نوموړي څو څو ځلې د پاکستان پر اوسني حکومت، په ځانګړې توګه پر پاکستاني پوځ توندې نیوکې کړې او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې یې د پاکستان اوسني حکومت تګلاره ناسمه بللې وه.
په ورته مهال د پاکستان اپوزېسیون مشر، محمودخان اڅکزي ویلي چې د پاکستان حکومت دې د کابل خپلواکي په رښتینې مانا ومني.
اڅکزي پر ملګرو ملتونو هم غږ کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچ حل او د دې لپاره دې ځانګړې غونډه جوړه شي.
د یادولو ده چې په وروستیو کې د پاکستان د اوسني حکومت په ځانګړې توګه پاکستاني پوځ او د دغه هېواد د سیاسي څېرو او ګوندونو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.


