د ا.ا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر اساس د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې د «غیبي بابا» ښارګوټي په نوم څه باندې ۵۳۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
د دغه وزارت په وېبپاڼه لیکل شوي چې د مرکزي زون د دولتي غصبشویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې پرېکړه کړې چې په کابل ښار کې «دغیبي بابا ښارګوټی» په نوم څه د باندې ۱ زرو ۴۲ جریبه ځمکې ۵۳۲٫۱۱ جریبه امارتي ده.
د خبرپاڼې له مخې: “د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د دې ځمکې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.“
د عدلیې وزارت همداراز لیکلي چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړې چې څه باندې ۵۳۲ جریبه ځمکه یې په څلورو کادستري قطعو کې د دولت په نوم سروې شوې او قیدیت لري.
سرچینې لیکلي چې یاده ځمکه دې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارل شي.


