د پاکستاني رسنیو څار اداره وایي چې د دغه هېواد د مشهور ټلوېزیون «جیو نیوز» نشرات د ۱۵ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.
د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې «جیو نیوز» د جون په ۲۶مه د محرم په مناسبت د یوې خپرونې پرمهال داسې انځوریز مذهبي مواد خپاره کړي چې د خلکو مذهبي احساسات ځپلی شي.
د اعلامیې له مخې چې د «جیو نیوز» له لوري د دا ډول انځورونو خپرول مذهبي یووالي ته زیان رسولی شي، او تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې به د یاد ټلوېزیون هر ډول خپرونې بندې وي.
بلخوا د دغو موادو له خپرېدو وروسته «جیو نیوز» بښنه هم غوښتې او په تېروتنه یې د دا ډول موادو خپرېدل یوازې د سیمهییزو دودونو معرفيکېدل ښودلي دي.
د یادولو ده چې د پاکستان دا مشهوره رسنۍ «جیو نیوز» څه موده مخکې هم د ځینو کسانو له لوري هېک شوې وه او د څو ساعتونو لپاره د پاکستاني حکومت ضد ویډیویي کلېپونه پکې خپاره شول.
جیو نیوز د پاکستان یو له مشهورو تصویري رسنیو څخه ده چې د معلوماتو په ژر خپرولو کې تر ډېرو رسنیو مخکې لیدل کېږي.
پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې پر رسنیو د بندیزونو او بېلابېلو محدودیتونو د لګولو پالیسي پکې وخت ناوخت تطبیق کېږي.


