خانهنړۍعباس عراقچي: د هرمز تنګي مدیریت یوازې د ایران مسوولیت دی

عباس عراقچي: د هرمز تنګي مدیریت یوازې د ایران مسوولیت دی

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وایي چې د «هرمز تنګي» د مدیریت په چارو کې لاسوهنه کړکېچ زیاتوي، او د دې سمندري لارې مدیریت یې یوازې د ایران مسوولیت بللی دی.  

عراقچي دا څرګندونې په بغداد کې د عراق بهرنیو چارو له وزیر سره د ګډ خبري کنفرانس پرمهال کړې کړې دي. 

د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې د واشنګټن – تهران د هوکړې له مخې د هرمز تنګي په بشپړه توګه پرانیستل د نورو هېوادونو نه، بلکې د ایران مسوولیت دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې د کوم بل هېواد لاسوهنه به کړکېچ زیات کړي.

د واشنګټن – تهران الکترونیکي هوکړې له لاسلیک وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی پړاو مذاکرات وشول چې پکې د مذاکراتو پر دوام او سوله‌ییز حل ټینګار وشو.  

خو د څو ورځو په تېرېدو سره امریکا د ایران پر ځینو فابریکو هوایي بریدونه وکړل چې په ځواب کې یې ایران هم یو شمېر امریکایي پوځي ځایونه په نښه کړل.

د امریکا ولسمشر د ایران ځوابي بریدونو غوسه کړ او خبرداری ورکړی چې که ایران بیاځلي داسې اقدام وکړي، ښايي له امریکا سره نور د خبرو فرصت له لاسه ورکړي. 

بلخوا ایراني چارواکو هم خبرداری ورکړی چې دوی به خپلو ځوابي بریدونو ته ادامه ورکوي او په نږدې ورځو کې ښايي په سیمه کې د امریکا پوځي اډې یو وار بیا په نښه شي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه