خانهافغانستان«اولګا چرفکو» وايي، د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو روغتیايي وضعیت لاپسې...

«اولګا چرفکو» وايي، د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو روغتیايي وضعیت لاپسې خرابېدونکی دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) یوې مسوولې «اولګا چرفکو» د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله د افغان ښځو او نجونو، په ځانګړې توګه د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو پر روغتیايي وضعیت اندېښنه ښودلې ده.  

مېرمن چرفکو بامیان ولایت ته له سفر وروسته ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو کمښت محسوسېږي او د ښځینه ډاکترانو موندل سخت شوي دي. 

د اوچا دې مسوولې ویلي چې د یوې ښځینه ډاکترې د دندې په پرېښودو سره د هغې ځایناستی پیدا کول سخت شوي او دې وضعیت د افغان ښځو او نجونو د روغتیايي وضعیت په برخه کې اندېښنې زیاتې کړې دي.

اولګا چرفکو همداراز اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو کمښت د ښځو او نجونو ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی او په ځانګړې توګه د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو روغتیایي وضعیت یې لاپسې خراب کړی دی. ‎

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تر دې مخکې هم په افغانستان کې د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو پر روغتیايي وضعیت اندېښنه ښودلې وه او په دې برخه کې یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې وه.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه