د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې روانه اوونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۴۴ تنه افغان کډوال خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن(پنجشنبه، د چنګاښ ۴مه) ویلي، چې روانه اوونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۴۴ تنه افغان کډوال خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، دغه کډوالو د استوګنيزو سندونو د نه لرلو له امله تر مختلفو مودو پورې بندیان وو.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغې ډله کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل وو، چې ۲۳۲ تنه د تورخم او ۱۱۲ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.
د لېږد امریتونو د مسوولینو په خبره، یاد کسان د مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د پاکستان او ایران له زندانونونه زرګونه افغان کډوال راخوشې شوي دي.


