خانهافغانستاننیمروز کې دوې نجونې په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال مړه شوې

نیمروز کې دوې نجونې په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال مړه شوې

د نیمروز ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «کنګ» ولسوالۍ کې دوو کوچنیو نجونو په اوبو کې د ډوبېدو پرمهال ژوند بایللی دی.  

د کنګ ولسوالۍ د مسوولینو په وینا چې دا پېښه پرون شوې او دا دوې ۱۵ کلن او ۱۱ کلنې خویندې په ویاله کې د ډوبېدو له امله مړې شوې دي. 

مسوولینو ویلي چې دغو نجونو کور ته اوبه راوړلې چې په ویاله کې ور غورځېدلې او ژوند یې بایللی دی.

سرچینې لیکلي چې د دغو نجونو جسدونه خلکو را ایستلي او کورنۍ ته سپارلي دي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پېښې زیاتې شوې او نږدې هره ورځ ماشومان او لویان د دا ډول پېښو قرباني کېږي. 

تر دې پېښې مخکې په ماهیپر کې دوه ځوانان د عکس اخیستلو پرمهال په اوبو کې له ډوبېدو وروسته مړه شوي وو. 

بلخوا د اسلامي امارت چارواکو بار بار له هېوادوالو غوښتي چې د چکر یا لامبو پرمهال هغو سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي چې ډنډې یا زیاتې اوبه ولري. 

د یادولو ده چې اوسمهال د هېواد په یو شمېر بندونو کې پر لامبو هم کلک بندیز لګېدلی، خو له دې سره سره بیا هم ورته پېښې د هېوادوالو ژوند اخلي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه