نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا هوایي ځواک د B-52 بمغورځونکې الوتکې د نسکورېدو له امله ۸ عمله غړي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې چې دا الوتکه د یوې عادي ازمایښتي الوتنې لپاره د کلیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه تر پورته کېدو لږ وروسته د «موهاوي دښتې» په سیمه کې غورځېدلې ده.
په راپورونو کې د امریکا پوځي چارواکو په حواله ویل شوي چې ژغورنکې ډله له پېښې وروسته د الوتکې د عملې په ژغورلو نه ده توانېدلې او د عملې ټول ۸ غړي پکې وژل شوي دي.
له دې پېښې وروسته په «اېډوارډز» هوايي اډه کې هوايي فعالیتونه په لنډمهاله توګه ځنډول شوي او امریکايي پوځ د الوتکې د نسکورېدو لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د امریکا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د بېلابېلو الوتکو د نسکورېدو پېښې زیاتې شوې چې ډېر ځله پکې لوړپوړو سیاسي مشرانو ته هم مرګژوبله اوړي.
تېره ورځ په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ یوه روزونکې الوتکه غورځېدلې وه. له هغې یوه ورځ مخکې په برازیل کې د دوو هلیکوپټرو د ټکر پېښه رامنځته شوې وه چې له امله یې پراخ اور هم لګېدلی و.


