عامې روغتیا وزارت وایي چې د کونړ ولایت په ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي له توکو پلورنځیو څخه څه باندې ۱۰۰ کیلوګرام له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي دي.
د روغتیا وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا توکي د کونړ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسوولینو له لوري راټول او د له منځهوړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته لېږدول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د یاد نظارت په پایله کې همداراز د فعالیت جواز نه لرلو له امله یو روغتیایي کتنځای او یو لابراتوار هم تړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د لسګونه ټن بېکیفیته او تاریختېر توکو او درملو له راټولولکېدو او له منځهوړل کېدو راپورونه ورکړي وو.
په ورته مهال یو شمېر هېوادوالو د روغتیا وزارت دا اقدام ګټور بللی، خو اندېښنه یې څرګنده کړې چې لا هم د هېواد په ډېرو سیمو کې له نېټېتېر درمل او توکي پلورل کېږي.
هېوادوالو له اسلامي امارت غوښتي چې دې برخې ته لا توجه زیاته او د بېکیفیته توکو له پلورلکېدو مخنیوی وکړي.


