خانهافغانستانننګرهار کې د یوه کور چت لوېدو له امله یوه ماشومه مړه...

ننګرهار کې د یوه کور چت لوېدو له امله یوه ماشومه مړه شوې

د ننګرهار مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوه ماشومه مړه او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د چپرهار ولسوال ابراهیم خیرالله نن(شنبه، د غبرګولي ۱۶مه) ویلي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ د دولتزیو په سیمه کې شوې ده.

هغه زیاتوي چې ټپي شوې ښځه نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

نوموړی زیاتوي چې زیانمنه شوې کورنۍ بېوزله ده، په پېښه کې ورته مالي زیان هم اوښتی او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

باید وویل شي په ننګرهار کې د وروستیو سختو ورښتونو له امله په ځینو سیمو کې کورونه زیانمن شوي او تر دې مخکې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي. له څو اوونیو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورښتونه دي او سیمه‌ییزو خلکو ته یې د ځاني تاوان سربېره مالي زیانونه هم اړولي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه