خانهافغانستانشیخ ندیم: د نجونو د زده‌کړو په تړاو د علماوو مشورې روانې...

شیخ ندیم: د نجونو د زده‌کړو په تړاو د علماوو مشورې روانې دي

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم نن (یکشنبه، د وږي ۴مه) د یاد وزارت په اړه د کلنيو لاسته راوړنو په پروګرام کې د نجونو زده‌کړو ته په اشاره وویل، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځيو په اړه په بیړه تصمیم نیول شونی نه دی.

ندیم وايي،‌ پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه دیني عالمانو خپل څېړنې پیل کړې. او د هغوی له څېړنو وروسته به پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه پرېکړه وشي.

د ندیم په خبره، ” په دې اړه د علماوو تحقیقات جریان لري. که د علماوو په تحقیقاتو کې دا ثابته شوه چې د اناثو تحصیل په دې شکل جایز دی نو باور دی چې بیا به هغو جواز پیدا کوي او که تحقیقات دا وو چې دا دې معطل وي دا به معطل وي.”

شیخ ندامحمد ندیم وايي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه چې هره پرېکړه کیږي هغه به د اسلام، شری‍عت او کلتور سره په ټکر کې نه وي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د خپلو خبرو پر دوام وویل: ” د اناثو تعلیم دا ډېره حساسه مسئله ده او ډېر ابعاد لري. په دې کې عاجل تصمیم نیول چې په میاشتو او اونیو کې سرته ورسیږي، امکان نه لري. او دا هم په ډاګه نه شو ویلی چې خامخا به دا سل په سلو کې کیږي چې په دې ورځ د تحصیل اجازه ورکوي کیږي. د افغانستان ټولو وګړو ته وایو هر څه چې کوو د شریعت په رڼا کې یې کوو. یو د میډیا پر مخ خبرې دي او عام روایات او عام ایتونه چې په نورو مواردو کې راغلي دي او بیا د اناثو پر تعلیم د هغوی تطبیق دی په دې باندې مسئله نه حل کیږي.”

هغه د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه: ” که د حنفي فقهې په رڼا کې یو څوک پیدا شي وزارت ته دې راشي او دا دې راته ثابته کړي چې په دې کتاب کې او فلاني کتاب کې د تحصیل په دې شکل اجازه شته، بیا دا مسئله حل کیږي.”

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه