یونیسف ویلي چې د اروپايي ټولنې دا اضافي مرسته به په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او زدهکړو د زمینې برابرولو لپاره وي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې همداراز ویلي چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره ۱۶۰۰ روغتیایي کارکوونکي روزي او همداراز ۶۲ زره صندوقه روغتیايي خوراکي توکي چمتو کوي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې چې په دې تازه مرستو کې په ښه کیفیت د ۲۷۵ درسي خونو فعالول هم شامل دي چې ۹۵۰۰ ماشومانو ته به پکې د لومړنیو زدهکړو زمینه برابره شي.
اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره مرستې کړې دي.


