خانهافغانستاند قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېدلي

د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېدلي

دغه وزارت نن چهارشنبه د مرغومي ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د خبرو او همداراز د نجونو پر کار او زده‌کړو د بندیز په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت چارواکو د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د محدودیتونو له امله په دې وروستیو کې په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړه تر بل امر پورې ځنډولې او همداراز یې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. 

د افغانستان اوسني حکومت د خپلو پرېکړو د بدلولو په برخه کې کوم انعطاف نه دی ښوولی او دوی له دې مخکې ویلي وو چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مرستیال، مارکس پوتزل د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر، سراج الدین حقاني او د رییس‌الوزرا له مرستیال، عبدالسلام حنفي سره کتلي دي. 

یوناما د دې غونډې په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته په یوه ټویټ کې لیکلي چې په خیریه موسسو کې د افغان ښځو له کارکولو منع کول او له پوهنتونونو او ښوونځیو څخه د هغوی بې‌برخې کول په افغانستان کې میلیونونه خلک زیانمن کړي او د حیاتي مرستو د رسولو مخه یې نارینه، ښځو او ماشومانو ته رسولې ده.

د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا مرستیال دفتر ویلي چې عبدالسلام حنفي له ښاغلي پوتزل سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې راپورته شوي مسایل باید د متقابل تفاهم له لارې حل شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم ویلي، چې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګریفیتس به په راتلونکو اونیو کې افغانستان ته سفر وکړي او له اسلامي امارت سره به د نجونو د زده‌کړو او کار په اړه خبرې وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه